BBC Pashto Profile Banner
BBC Pashto Profile
BBC Pashto

@bbcpashto

871,733
Followers
4
Following
8,733
Media
72,084
Statuses

Breaking news, sport, TV, radio and a whole lot more. The BBC informs, educates and entertains - wherever you are, whatever your age.

London
Joined December 2008
Don't wanna be here? Send us removal request.
@bbcpashto
BBC Pashto
3 years
امنه بېګ د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د پولیسو افسره ده او مورنۍ ژبه يې پښتو نه ده. خو اغلې بېګ وايي، په خپله پنځه کلنه کاري تجربه کې تر ټولو زیاته ګټه ورته پښتو ژبې رسولې، چې په دې ژبه خبرې کولی شي او پوهېږي. پاکستان کې زموږ خبریال خدای نور ناصر له امنه بېګ سره مرکه کړې.
76
278
2K
@bbcpashto
BBC Pashto
7 months
افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع چارسمبالي وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې له افغان کډوالو سره زور زياتی ونکړي او د هغوی ملکيونه "ضبط نه کړي". په دې وروستيو کې داسې خبرونه خپاره شول چې ځينې پاکستاني امنيتي ځواکونه له افغان کډوالو په زور پيسې اخلي.
91
248
1K
@bbcpashto
BBC Pashto
4 years
د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستان د پارلمان غړي هر یو علي وزیر او محسن دوړ له هغه پاکستاني پلاوي سره له اسلام اباد څخه کابل تلل او غوښتل یې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو کې ګډون وکړي پاکستاني چارواکو راګرځولي دي.
65
222
1K
@bbcpashto
BBC Pashto
2 months
د طالبانو حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد سره په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د پاکستان د هوايي بریدونو او د طالبانو حکومت د ځوابي ګامونو په اړه د بي بي سي د سپين تڼي مرکه
19
263
1K
@bbcpashto
BBC Pashto
1 year
د طالبانو حکومت د ترکیې او سوریې زلزله ځپلو سره ۱۵میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړې. د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي د "اړتیا په صورت کې یې د روغتیا او ژغورنې ډلې چمتو دي" د ژغورنې عملیاتو کې برخه واخلي. د پېښې په اړه تازه مالومات زمونږ پر ژوندۍ پاڼه څارلی شئ
Tweet media one
84
63
1K
@bbcpashto
BBC Pashto
10 months
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کړې چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د "خپلو ګاونډیانو پر حقونو عمل نه کوي" او د دوحې هوکړې ته ژمن نه دی خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي‌ بي سي پښتو پاڼې ته ویلي "د دوحې تړون یې له امریکا سره کړی دی".
53
189
1K
@bbcpashto
BBC Pashto
2 years
دغه پیلوټ وايي "د هوايي‌ ځواک قوماندان ټولو پیلوټانو ته د الوتکو د ایستلو امر وکړ. ویې ویل چې ازبکستان ته ولاړ شو. قوماندان مې رانه غوښتل چې هېواد سره خیانت وکړم، ولې مې باید دا امر منلی وای؟ هېواد سره خیانت تر ټولو ستر جرم دی. نو ځکه مې یې امر ونه مانه."
92
74
1K
@bbcpashto
BBC Pashto
6 months
هندي ګڼو رسنیو له ډلې یې (India Today) د ویډیو له خپرولو سره لیکلي " د افغانستان لوبغاړی رحمان الله ګوربز په نړیوال جام کې له بریالي سفر وروسته او خپل هېواد ته له تګ مخکې په احمد اباد کې په بې کوره خلکو ګرځیدلی او ورسره یې کومک کړی دی."
5
34
1K
@bbcpashto
BBC Pashto
2 years
د سعودي‌ عربستان وليعهد محمد بن سلمان تره زوی 'سعود الشعلان' په انګلیسي او فرانسوي ژبو خپور کړي پیغام کې لوېدیځ ته ګواښ کوي چې "که څوک د دغه هېواد او سعودي سلطنت موجودیت وننګوي" نو دوی ټول جهاد او شهادت ته چمتو دي.
125
65
949
@bbcpashto
BBC Pashto
4 years
د ولسمشر محمد اشرف غني د لومړې مراسمو پرمهال، چې ده وینا کوله، شاوخوا سیمه کې د ډزو غږونه واورېدل شول، چې غونډه د لږ شېبې لپاره ګډوډه شوه، خو ښاغلی غني پر خپل ځای ولاړ و او ګډونوالو ته یې ډاډ ورکړ.
49
128
999
@bbcpashto
BBC Pashto
2 months
د طالبانو د دفاع وزارت په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د پاکستاني الوتکو د برید په غبرګون کې ویلي "د دغه تیري په ځواب کې د افغانستان اسلامی امارت د پوځ سرحدي ځواکونو د فرضي کرښې په اوږدو کښې د پاکستان پوځي مرکزونه د درنو وسلو په وسیله په نښه کړل."
14
39
953
@bbcpashto
BBC Pashto
2 years
رپوټونه وايي‌ پنجشېر کې په تازه نښتو کې د خنج ولسوالۍ شابه قرارګاه لپاره د ملي مقاومت جبهې قوماندان یار محمد له خپلو دوو زامنو او پنځو نورو ملګرو سره وژل شوی دی.
128
38
885
@bbcpashto
BBC Pashto
5 months
خيبرپښتونخوا په ټانک سيمه کې د پوليسو پر يوه مرکز وسله وال بريد شوی. رپوټونه وايي لومړی يوه زوروه چاودنه شوې او بيا ډزې پيل شوې دي.
46
38
877
@bbcpashto
BBC Pashto
3 years
په دوحه او کابل کې د طالبانو دوو سرچینو بي بي سي ته ومنله چې څو ورځې وړاندې، غالباً د پنجشنبې یا جمعې پر شپه په ارګ کې د ملا عبدالغني برادر او خلیل حقاني ترمنځ لفظي شخړه شوې وه.
115
126
879
@bbcpashto
BBC Pashto
1 year
مجاهد:‌ د ښځو د کار بندولو په اړه فرمان د هغوی د "پت او عزت" ساتلو لپاره صادر شوی
Tweet media one
64
24
849
@bbcpashto
BBC Pashto
3 months
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وايي، موږ (افغانانو) هېڅکله ډیورنډ کرښه په رسمېت نه ده پېژندلې او پر دې کرښه په ویزه او پاسپورت تګ راتګ "قطعآ د منلو نه دي."
11
50
870
@bbcpashto
BBC Pashto
5 years
د پښتون ژغورنې غورځنګ د خپل وژل شوي غړي ارمان لوڼي د څلوېښتۍ په مناسبت یکشنبه د مارچ پر ۳۱مه نېټه په پېښور کې ولسي جلسه وکړه. زموږ همکارې کوثر اعوان وحید د غورځنګ له مشر منظور پښیتن سره د دې غونډې په اړه لنډې خبرې کړې دي.
18
189
841
@bbcpashto
BBC Pashto
1 year
افغانستان پاکستان ته د شل اوريزو لوبو د لړۍ په دويمه لوبه کې ماته ورکړه او له دې سره يې د شل اوريزو لوبو لړۍ په خپل نامه کړه.
9
22
844
@bbcpashto
BBC Pashto
8 months
د افغانستان د کرېکټ وتلی ستوری راشد خان وايي،‌ په هرات،‌ فراه او بادغیس ولایتونو کې زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ نړیوال جام خپلې ټولې پيسې ورکوي.‌ د افغانستان لوېدیځ کې د زلزلې په اړه شېبه په شېبه تازه مالومات زمو پر وېبپاڼه ولولئ:
Tweet media one
16
36
808
@bbcpashto
BBC Pashto
6 months
د صرافانو نرخ له مخې دا مهال ۵۰۰۰ کلدارې په شاوخوا ۱۱ سوه افغانۍ او یو ډالر بیا څه باندې ۶۶ افغانۍ بدلیږي، خو د خلکو یوه مهمه غوښتنه دا ده چې د ډالرو نرخ کمېدو سره باید په بازارونو کې د توکو بیې هم ټیټې شي کنه د دوی په ژوند به یې اغېز منفي وي.
16
43
783
@bbcpashto
BBC Pashto
1 year
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په خوست کې یوې غونډې ته د انحصار او پر نورو د خپلې رایې په تپلو نیوکه کړې ده، خو هغه د چا نوم نه دی یاد کړی. نوموړي دا څرګندونې د شنبې په ورځ په خوست ولایت کې د جامعه منبع الجهاد مدرسې یوې فراغت غونډې ته کړې دي.
31
45
721
@bbcpashto
BBC Pashto
4 months
ملا نورالله نوري وايي: "...پاکستان سره موږ فرضي‌ ډېورنډ کرښه لرو، موږ له دوی سره کوم رسمي سرحد نه لرو، موږ له دوی سره خپله صفري‌ نقطه نه لرو، زموږ او د دوی مابین [ترمنځ] یوه فرضي‌ کرښه ده."
23
26
741
@bbcpashto
BBC Pashto
7 months
د اسرائیلو لومړي وزیر دفتر خبر ورکړی چې، د حماس بریدونو کې د د ژول شویو اسراییلو شمېر ۶۰۰ ته لوړ شوی دی.
48
35
709
@bbcpashto
BBC Pashto
9 months
د طالبانو حکومت دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد ویلي چې څوک دې په خپله خاوره کې د امنیتي پېښو په مخنیوي کې د ناکامېدو پړه پر دوی نه چوي. هغه د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی، خو د پاکستان ملکي او پوځي چارواکو دغه هېواد کې د بریدونو او امنیتي پېښو د پړې ګوته افغانستان ته نیولې.
35
111
706
@bbcpashto
BBC Pashto
1 month
د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري په یوه بیان کې ویلي، له ایرانه پر اسرائیلو شاوخوا ۲۰۰ ډرون، کروز توغندي او بالستیک توغندي توغول شوي دي.
12
32
743
@bbcpashto
BBC Pashto
7 months
د پاکستان د بلوچستان ايالت په ګوادر سيمه کې د دغه هېواد د امنيتي ځواکونو پر موټرو بريد شوی چې په ترڅ کې يې ۱۴ پوځيان وژل شوي دي.
26
42
685
@bbcpashto
BBC Pashto
3 months
څارمن لیلا وايي چې اوس دغلته ګڼې ښځينه بېلابېلې رتبې لري او د جنايي برخې او عامه نظم په ګډون په مختلفو برخو کې پر دندو بوختې دي. دوی د طالبانو حکومت له لوري پر ښځو لګول شوي‌ بندیزونه څنګه ارزوي؟ نورګل شفق مرکه ورسره کړې ده او دلته یې لومړۍ برخه ګورئ
19
148
719
@bbcpashto
BBC Pashto
4 years
په شمالي وزیرستان کې نن (شنبه) د کوچني اختر لومړی ورځ وه. پر خواله رسنیو ډېرو کسانو دا پوښتنه کړې چې وزیرستان کې ولې تر سعودي او افغانستان هم یوه ورځ مخکې اختر وشو. ځواب به یې د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر محسن دوړ نه واورو
41
121
703
@bbcpashto
BBC Pashto
4 years
د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستان د پارلماني غړي محسن دوړ او علي وزیر جلال اباد ته ورسېدل. دوی د ننګرهار د ولایت مقام کې دي.
Tweet media one
18
38
690
@bbcpashto
BBC Pashto
7 months
د هند سینما 'بالیووډ' مشهور ستوري 'شاهرخ‌ خان' د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د پیل تکړه توپ وهونکي رحمان الله ګوربز ته د اېکس یا پخواني ټویټر یوه پیغام کې لیکلي، چې د نړیوال جام لوبو کې یې پر لیدلو خوښ دی. ګوربز د 'ای‌پي‌اېل' په تېر پړاو کې د شاهرخ خان کلکتې لوبډلې ته لوبېده.
Tweet media one
1
16
678
@bbcpashto
BBC Pashto
9 months
افغانستان کې د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولم وزارت له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره په هېواد کې د اوو لویو کانونو د استخراج او پروسېس تړونونه لاسلیک کړي. د دغه وزارت چارسمبالی شهاب دین دلاور د مرکې په ترڅ کې د بهر مېشتو افغان پانګوالو لپاره د پانګونې لپاره په چمتووالي غږېږي.
32
136
639
@bbcpashto
BBC Pashto
1 month
د ایران هوايي ځواک قومندان امیر‌علي‌ حاجي‌زداده ادعا کړې چې پر اسرائیل برید لپاره یې زاړه او کمزوري توغندي کارولي وو خو بیا هم د اسرائیل پر دفاعي سیستم غالب شوي.
9
34
688
@bbcpashto
BBC Pashto
2 months
داعش چې د دغو څلورو وسله والو انځورونه یې هم خپاره کړي، ویلي درې کسانو کسانو پر خلکو ډزې کولې او څلورم کس یې په شلخي بمونو تالار ته اور اچولی. روسي رسنیو ویلي، څلور واړه بریدګر د تاجیکستان وګړي دي.
20
51
685
@bbcpashto
BBC Pashto
2 years
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده وايي، "د هېڅ هېواد فرمایشونه او وړاندیزونه نه مني." ښاغلی اخوندزاده وايي چې هېڅوک دې نوموړي ته د حکومت مشورې نه ورکوي او ټینګار کوي که "نړۍ پرې اټوم بم هم وکاروي، ټول مو وېلې کړي بیا هم د چافرمایشونه نه منوو."
106
41
630
@bbcpashto
BBC Pashto
6 months
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په سږني نړيوال جام کې ګڼې لاسته راوړنې لري، ستاسو په اند کومه يې تر ټولو لويه او مهمه وه؟ نظرونه مو راسره شريک کړئ.
Tweet media one
130
15
642
@bbcpashto
BBC Pashto
1 year
رجب طیب اردوغان ویلي، "په افغانستان کې له حجاب سره سره بیا هم نجونې په ښوونځيو او پوهنتونونو کې زدکړو ته نه پرېښودل کېږي. موږ دا یو نا انساني او غیر اسلامي کارګڼو، زموږ دین کې داسې څه نه شته". د دې خبر نور جزیات د بي بي سي پښتو پر دې ژوندۍ پاڼه ولولئ
Tweet media one
61
41
662
@bbcpashto
BBC Pashto
5 years
پښتو ژبه د اتریش هېواد په درسي نصاب کې د یو مضمون په توګه شامله ده. په پلازمېنه ویانا کې یو شمېر افغان ماشومان په ښوونځیو کې د نورو مضامینو ترڅنګ پښتو ژبه هم د یو مضمون په توګه لولي. ازاد خبریاله عابده سپوږمۍ ویانا کې د پښتو ژبې یوه ټولګي ته ورغلې او دا رپوټ یې چمتو کړی.
31
118
654
@bbcpashto
BBC Pashto
6 months
ښاغلي علي وزیر د چمن پرلت ته ویلي و،" نه ازغن تار منو، نه پاسپورټ منو، نه پنجابی ریاست منو، موږ د لوی افغانستان خلک وو، یو او اینده کې به هم یو. د چمن پرلت د چمن د خلکو مسله نه ده، دا د کار او بار مسله نه ده، بلکې دا د ډیورنډ لاین د نه منلو سوچ دی."
27
41
641
@bbcpashto
BBC Pashto
4 years
د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو او د پاکستان د پارلمان غړو محسن دوړ او علي وزیر هم ګډون کړی و. زموږ همکارې شازیې حیا ارګ کې له محسن دوړ او علي وزیر سره لنډې خبرې کړې دي
4
74
654
@bbcpashto
BBC Pashto
1 year
سعودي عرب رسما اعلان وکړ چې اختر د جمعې په ورځ دی. د حرمين شريفن پر فېسبوک پاڼه ليکل شوي چې په سعودي کې د شوال مياشت ليدل شوې او جمعه د اختر لومړی ورځ ده. لا تراوسه په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اختر اعلان نه دی کړی.
Tweet media one
14
25
649
@bbcpashto
BBC Pashto
1 month
د اسرائیلو دفاع وزارت ویاند تائید کړې چې د ډرون ورتوغول پیل شوي خو وايي‌، تر دا مهاله بې پېلوټه الوتکې د اسرائیلو خاورې ته نه دي رسېدلې او ښايي‌ ساعتونه وخت واخلي. د تازه مالوماتو لپاره له موږ سره پاتې شئ.
5
20
653
@bbcpashto
BBC Pashto
6 months
رپوټونه وايي، په چمن کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین پر موټر "ډزې شوې دي." د ښاغلي پښتین پر اېکس پاڼه لیکل شوي، نوموړی "له چمن څخه د تربت په لور روان و" چې "په چمن کې پوځ او پولیسو د هغوی پر ګاډي مخامخ ډزې کړې دي."
32
103
632
@bbcpashto
BBC Pashto
6 months
پ�� ټوليزه توګه نړيوال جام کې افغان لوبغاړي ښه وځېلدل، خو دوو ځوانو لوبغاړو تر ډېره د افغان مينه والو او نړيوالو پام ځان ته ور واړاوه هغه د پيل توپ وهونکی ابراهيم ځدراڼ او الرونډر عظمت الله عمرزی وو.
2
10
618
@bbcpashto
BBC Pashto
2 months
د طالبانو د دفا وزارت پر خپله اېکس پاڼه په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د پاکستاني الوتکو د برید په غبرګو کې ویلي، د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د هر ډول تېري کوونکو کړنو ځواب ورکولو ته چمتو دي او په هر ډول حالاتو کې به له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي.
21
24
631
@bbcpashto
BBC Pashto
3 months
د طالبانو د سترې محکمې لخوا په یوه خپاره شوي بیان کې راغلي، چې پر دغو کسانو دا حکم نن "پنجشنبه" د غزني په مرکز کې د علي لالا کلي د فوټبال په لوبغالي کې د طالبانو حکومت د ځینو چارواکو او ګڼ شمېر عامو خلکو په حضور کې پلی شوی دی.
89
23
625
@bbcpashto
BBC Pashto
2 years
د افغانستان د ازادو سیالیو یا 'فري‌فایټ' لوبغاړي احمد ولي هوتک په یوه سخته سیالي کې چې روسیه کې وشوه، خپل روسی سیال ایوان کازاچینکو مات کړ. ولي هوتک – چې پر مخ یې ټپونه ښکاري- بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته په یوه راستولي کلیپ کې ویلي،‌ هدف یې د میلیونونو افغانانو خوشالول دي.
30
49
609
@bbcpashto
BBC Pashto
4 years
نظرونه مو راسره شریک کړئ! د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې لاسلیکېدل څنګه بولئ؟ ایا فکر کوئ چې دا هوکړه د افغان سولې بهیر، له کورونا وېروس سره مبارزې، د اقتصادي ستونزو حل او د امنیت ښه والي کې مرسته کولی شي؟
Tweet media one
354
30
597
@bbcpashto
BBC Pashto
6 months
ابراهیم ځدراڼ لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې یې د افغانستان لپاره سلیزه وکړه. ابراهیم ځدراڼ او یو شمېر نورو لوبغاړو تر دې وړاندې په نورو لوبو کې سلیزې کړي خو په نړیوال جام کې یې دا لومړنۍ هغه ده.
Tweet media one
9
18
578
@bbcpashto
BBC Pashto
1 year
د طالبانو یو مهم پلوی چې ظاهرا نن سه شنبه یې پر ټوېټر پاڼه دغه نیلي نښه ښکاره شوې، مبین دی. مبین چې ځان ته "ستر جنرال مبین" وايي،‌ پر ټوېټر څه باندې ۴۰۰ زره فالورز لري. که څوک غواړي دغه نښه یې پر پاڼه ښکاره شي، باید هره میاشت ټوېټر ته ۸ ډالره ورکړي.
187
26
592
@bbcpashto
BBC Pashto
1 year
د طالبانو حکومت هلمند سیند کې د اوبو کچې کتلو لپاره د ایران د تخنیکي کسانو له ورتګ سره مخالفت وښود. د دوی مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي ایران سره د ۱۳۵۱ کال د اوبو هوکړه لیک کې داسې څه نشته، چې د دغه هېواد تخنیکي ټیم ته دې په افغانستان کې د اوبو کچې د کتلو اجازه ورکړ شي.
22
77
577
@bbcpashto
BBC Pashto
7 months
د افغانستان ورو يا سپېن توپ اچوونکي مجيب ځدراڼ په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې سل وېکټې پوره کړې.
Tweet media one
1
13
581
@bbcpashto
BBC Pashto
7 months
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ستوري فرید ملک ویلي خپل هغه د سپینو زرو مډال چې په اسیایي لوبو کې یې ګټلی و، پلوري چې له پاکستانه ایستل شویو بې وزلو افغان کډوالو سره مرسته وکړي. دغه مډال سږ کال اسیایي لوبو کې افغانستان هغه وخت وګاټه چې نیمه پایلوبه کې یې پاکستان ته ماته ورکړه.
Tweet media one
2
30
573
@bbcpashto
BBC Pashto
7 months
د اسراییل دفاعي ځواکونو یکشنبه ناوخته اعلان وکړ چې د حماس د برید له پیل راهیسې دغه هېواد کې له ۷۰۰ ډېر کسان وژل شوي او ۲۱۵۰ نور ټپيان دي.‌ هممهاله سپینې ماڼۍ ویلي‌ چې پر اسراییلو برید کې امریکایي وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې.
35
26
569
@bbcpashto
BBC Pashto
4 years
د افغانستان دغه ځړوبی یا ابشار مو له نږدې لیدلی؟ په کمنټ کې يې راته ولیکئ
60
37
589
@bbcpashto
BBC Pashto
5 months
د افغانستان د پيل توپوهونکي رحمان الله ګوربز د متحده عرب اماراتو پر وړاندې شل اوريزه سيالۍ کې په ۵۰ توپونو لومړنۍ سليزه ووهله. تر دې وړاندې په شل اوريزو نړيوالو سياليو کې د نوموړي تر ټولو ډېرې منډې ۹۰ وې.
Tweet media one
3
11
571
@bbcpashto
BBC Pashto
1 year
ښاغلی دلاور وايي، تر وري میاشتې به یو داسې تصمیم ونیول شي چې له شریعت او له افغاني دود او دستور سره به مطابق وي.
Tweet media one
36
13
565
@bbcpashto
BBC Pashto
5 years
دا مېرمن انګرېزه ده او زېبا نومېږي. د افغان کرېکټ لوب‌‌‌‌‌‌ډلې مینه واله ده. نن یې د لوبې مینه والو ته افغاني نڅا هم وکړه
Tweet media one
Tweet media two
16
29
579
@bbcpashto
BBC Pashto
6 months
له څه باندې دوه کلن ځنډ وروسته کابل ته د 'فلای دوبۍ' په نوم د متحدو عربي اماراتو د یوه هوايي شرکت الوتنې بېرته پیل شوې او نن 'چارشنبه' یې لومړۍ الوتکه کابل کې ناسته ده.
3
19
574
@bbcpashto
BBC Pashto
4 months
دا په غزه د اسرائیلي ځواکونو د ځمکني برید له پیل راهیسې تر ټولو خونړۍ ورځ ده. په عین حال کې فلسطینیان وايي، د غزې د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو سخته بمباريپرې شوې ده.د اسرائیلو پوځ اعلان کړی، ۲۱ تنه پوځیان یې د غزې په مرکز کې په نښتو کې وژل شوي دي.
32
26
582
@bbcpashto
BBC Pashto
26 days
بي‌بي‌سي پښتو ته مالومه شوې چې انس حقاني له څو نورو ملګرو سره له ویزې پرته شمالي وزیرستان ته تللی دی. نوموړي بي‌بي‌سي ته وویل، شمالي وزیرستان ته یې سفر "نارسمي" و او د خپلو وژل شویو "وروڼو او نورو دوستانو د قبرونو زیارت ته" تللی و.‌
19
20
592
@bbcpashto
BBC Pashto
7 months
د ایران بهرنیو چارو وزیر وايي، اسرائیلو ته به پر غزې د بریدونو دوام سخت تمام شي او په وینا یې که حملې ونه درول شي، پر وړاندې یې د عملیاتو شونتیا شته. تازه مالومات زموږ پر ژوندۍ پاڼه:
Tweet media one
4
21
562
@bbcpashto
BBC Pashto
2 years
د طالبانو د کانونو وزارت وايي، له پاکستاني حکومت او یا هم د دغه هېواد له کومې کمپنۍ سره یې سره د ډبرو سکرو قرار داد نه دی کړی. حفیظ الله معروف د طالبانو د کانونو وزارت له ویاند عصمت الله برهان سره د کانونو پر کېندنې، قراردادونو او پاکستان ته یې پر صادرولو خبرې کړي دي.
29
139
557
@bbcpashto
BBC Pashto
6 months
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، پاکستان باید خپل کورني مسائل پخپله حل کړي او په وینا یې د خپلو ناکامیو پړه دې پر افغانستان نه اچوي.
7
29
563
@bbcpashto
BBC Pashto
3 years
د علي وزیر مشر ورور ملک رحمت الله په یوه ویډیویي پیغام کې د پاکستان پر لومړي وزیر عمران خان او د پوځ پر مشر غږ کړی چې د علي وزیر د سلامتیا ضمانت دې ورکړي.
18
147
572
@bbcpashto
BBC Pashto
4 years
29
90
554
@bbcpashto
BBC Pashto
2 years
تاسې د طالبانو د حکومت دا پرېکړه څنګه ارزوئ؟ ایا تاسې ته هم کله ډاکټر داسې نسخه درکړې چې شفرونه پکې لیکل شوي وي؟ نظرونه مو کامنټونو کې راته ولیکئ !
302
18
531
@bbcpashto
BBC Pashto
9 months
د طالبانو حکومت ملاتړي فرهنګي او لیکوال محمد زمان مزمل د افغانستان له اوسنی�� مشرانو وغوښتل چې د خپلې واکمنۍ پر درېيم کال دې په کور دننه او بهر د ښځو د حقونو په ګډون د افغانانو ستونزې حل کړي او حکومتي چارې دې یوازې مفتیانو ته نه سپاري او نه دې هم ځينې مسایل فتواو ته ځنډوي.
28
89
561
@bbcpashto
BBC Pashto
4 months
د طالبانو په حکومت کې د کورنیو چارو سرپرست و زیر سراج الدین حقاني یو ځل بیا د خپل حکومت په واکمنو غږ کړی چې له خلکو سره له نرمښت نه کار واخلي.
6
13
558
@bbcpashto
BBC Pashto
6 months
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستاني لومړي وزیر څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، دوی په پاکستان کې دننه د امنیت ټینګولو مسؤلیت نه لري.
10
20
531
@bbcpashto
BBC Pashto
3 months
ډاکتر محمد نعیم چې د طالبانو حکومت په استازولۍ دوحه کې د افغانستان سفارت چارې سمبالوي، دغلته د افغانستان په تړاو د م.م ناسته کې د دوی د نه ګډون پر دلایلو راسره غږېدلی. له ښاغلي نعیم سره د بي بي سي د دې ځانګړې مرکې بشپړه بڼه وروسته همدلته د بي بي سي پر اېکس او نورو پاڼو خپرېږي.
12
72
546
@bbcpashto
BBC Pashto
1 month
اسرائیل وايي، ایران به په مناسب وخت کې د تېرې شپې بریدونو بیه پرې کړي. بلخوا ایراني چاراکو بیا پر اسرائیل د تېرې شپې له برید وروسته ګواښ کړی چې که دغه هېواد پرې برید وکړي، نو د دوی غبرګون به ورته له تېرې شپې څو برابره پراخ، توند او ځواکمن وي.
4
17
552
@bbcpashto
BBC Pashto
1 month
"یوناما" فضا ته د بشر د سفر نړیوالې ورځ په مناسبت ویلي پښتو څلورمه رسمي ژبه وه، چې د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند لخوا فضا کې ویل شوې ده. ښاغلی مومند همدا راز لومړنی کس دی چې په فضا کې یې قرانکریم تلاوت کړی دی.
6
30
557
@bbcpashto
BBC Pashto
1 month
افغانستان هم د یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو په څېر معمولا سعودي عربستان سره د ماشت په لیدو روژه نیوله او اخترونه یې نمانځل، خو تېر کال د لومړي ځل لپاره د طالبانو حکومت سترې محکمې افغانستان کې د سعودي له اعلان یوه ورځ مخکې د اختر ورځ اعلان کړه.
6
15
555
@bbcpashto
BBC Pashto
7 months
افغانستان د کرېکټ په روان نړیوال جام کې وار له مخه تاریخ جوړ کړی او د انګلنډ، پاکستان او شري لنکا ماتولو سره یې د ډېرو مینه والو هیلې پوره کړې، خو داسې نښې نښانې شته چې افغان لوبډله په دې نړیوال جام کې خپل ګډون لا تاریخي او یادګاري کړي.
2
15
510
@bbcpashto
BBC Pashto
7 months
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، ملا عبدالغني برادر د ایران د ملي امنیت عالي‌ شورا رییس سره لیدنه کې له دې کبله مننه کړې چې "ایران د مهاجرینو په اړه اسلامیت، بشریت، ګاونډیتوب او د هغو حقوق او نورم��نه پېژني".
5
18
511
@bbcpashto
BBC Pashto
2 months
د ګوادر بندر پر اداري کمپلکس وسله والو ستر برید کړی دی. د مکران سیمې کمېشنر تایید کړې چې د پر دغه کمپلکس وسله والو له درنو وسلو سره برید کړی دی. بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ (بي اېل اې) د برید مسؤلیت منلی دی.
7
11
528
@bbcpashto
BBC Pashto
6 months
په افغانستان کې د طالبانو حکومت روغتیا وزارت وايي د هېواد په ټولو ولایتونو کې یې د روغتیايي برخې کارکوونکو ظرفیت لوړول پیل کړي دي. ددغه وزارت د ظرفیت لوړولو او اداري پراختیا رییس ډاکتر عبدالجبار حيدر ویلي چین ورسره د متخصصینو په روزنه کې مرسته کوي.
4
21
508
@bbcpashto
BBC Pashto
1 year
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان اسلام اباد کې محکمې ته وړاندې شوی دی. دغه محاکمه چې مشري یې قاضي محمد بشیر کوي، د محکمې د ودانۍ پر ځای په بل ځای کې جوړه شوې ده. په دې اړه شېبه په شېبه مالومات زموږ په ژوندۍ پاڼه کې وګورئ.
Tweet media one
8
12
508