Mirwais Afghan Profile Banner
Mirwais Afghan Profile
Mirwais Afghan

@Mirwais1Afghan

122,598
Followers
4,075
Following
631
Media
741
Statuses

Journalist, Writer and Analyst. Worked with; the BBC World Service, Reuters, Chief editor of Khabarial media group

Joined June 2017
Don't wanna be here? Send us removal request.
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
د روژې مبارکې د لمړۍ ورځې پر پار خو د هیواد د نورو شهیدانو سره سره جنرال رازق شهید ته یوه یوه دعا وکړئ. شهید رازق د افغانستان ساتنې قرباني شو.
Tweet media one
482
72
2K
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
7 months
طالبانو نن کندهار کې د کالدارو خلاف عملیات پیل کړل؛ صرافۍ محاصره شوې او نور به پاکستانۍ (لوېدلې روپۍ) په کندهار کې نه چلېږي. د طالبانو هر هغه ګام باید و ستایل شي چې د افغانانو د ازلي دښمن پاکستان خلاف یې اخلي. په افغانستان کې د کالدارو د چلاو مخنیوی د پاکستان اقتصادي ملا ماتوي.
Tweet media one
94
98
2K
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
1 year
په کور دننه له طالبانو یا ددوی له پالیسیو سره زما اختلافات پر خپل ځای؛ خو د ایراني اخوندانو مقابل کې زه مطلقأ د طالبانو د دریځ ملاتړی یم. که څه هم د صفاه پاسداران په غرور ماتولو طالبان ښه پوهېږي، خو بیا هم د یو افغان په صفت دا فرض ګڼم چې د ایران په مقابل کې طالب زنده باد.
212
129
2K
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
په سپین بولدک کې د پاکستاني عسکرو قاتل بلال احمد د پاکستان خلاف جهاد اعلان کړ او هغه خلک یې بېغیرته و بلل چې لا هم پاکستان ته د دوست هیواد په سترګه ګوري. بلال په دې ویډیو کې وایي چې پر خپل کړي عمل ویاړي او ورته نور بریدونه به کوي. دا وسله وال طالب وایي ښکاره ګرزم.
167
192
1K
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
3 months
ځیني پاکستاني خبر یالان او پاکستاني چارواکي وایي چې افغانان دي پاکستان ته د روس او امریکا فکر نه کوي. دوی سم وایي افغانان کله هم پاکستان ته د روس او امریکا فکر نه کوي؛ د روس او امریکا په جګړه کې افغانان تقسیم وو؛ خو د پاکستان په وړاندي ټول افغانان یو دي. چې د پاکستان د ظلم؛
Tweet media one
123
106
1K
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
1 year
د ملایعقوب او شیخ حقاني له لوري پر هیبت الله د کودتا وېره! کندهار ښار پوځي بڼه خپله کړې او د ښار امنیت نورزیو او ساګزیو طالبانو ته سپارل شوی. د هیبت الله د امنیت چارې د هلمند والي ملاطالب ساګزي ته سپارل شوې دي. د Good Taliban & bad Taliban ترمنځ د جګړې احتمال. دوی پوره ووېشل شول.
Tweet media one
510
120
1K
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
3 months
که پر حقیقت سترګې پټې نه کړو د طالبانو د توان مطابق د پاکستان د برید خلاف د دوی غبرګون د ستایلو وړ دی. د ډیورنډ کرښې ته د طالب ځواکونو لیږل هم پر ځای او پر وخت ګام وو. د پاکستاني سفیر احضارېدل؛ په دیپلوماتیکه ژبه پاکستان ته ښه ځواب وو. که څه هم پېښه دردمنه وه او د ولس توقوع او
Tweet media one
191
78
1K
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
3 months
اوس د بریدونو لمن تر ماسکو پوري ورسېده؛ ۹۳ روسان وژل شوي تر ۱۰۰ زیات ټپیان دي. د پاکستان خو کور داسي خراب شو چې هره ورځ دومره بریدونه کېږي چې رسنیز پوښښ یې اوس ناشونی دی. ایرانیان هم په سرو سترګو ژاړي او چینایانو هم غوږونه بک بک نیولي دي. خو ځیني لا هم د کندهار پر ځانمرګي
Tweet media one
213
95
1K
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 months
ما ویل چې دریاد یې کړم نن یې د شهادت شپږم تلین دی! سهار له خوبه را ویښ شوم د همېش په څېر مې تلیفون ته لاس کړ؛ پر یو خبر مې سترګې و لګېدې چې عنوان یې وو: (په کندهار کې یو مشهور خبریال منان ارغند شهید شو) نا ببره مې چیغې کړې؛ مېرمن مې په لمړي ځل زه په ژړا و لیدم. چې خبره شوه
Tweet media one
49
17
319
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
دا نجلۍ رښتیا د سوهیل شاهین صیب لور ده؟ که سوهیل شاهین داسي د پراخ فکر خاوند وي بیا خو دې خدای د شاهین صیب په څېر طالب مشران زیات کړي.
Tweet media one
410
112
1K
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
د طالبانو انتهایي لوړرتبه سرچینې وایي چې د دوی د سرپرست دفاع وزیر ملایعقوب ژوند په خطر کې دی. داسي ښکاري چې ملایعقوب د پاکستان خبره نه مني. که ملایعقوب په هره پلمه ووژل شي دا به د طالبانو د حقاني شبکې او کوټې شورا ترمنځ د یوې خونړۍ جګړې پیل وي. هم دا جګړه د پاکستان غوښتنه ده.
Tweet media one
352
80
1K
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
د پنجشیریانو دا مېړانه او افغانیت د ستایلو دی چې سپکې او درنې وسلې یې په خپله خاوره کې ساتلې وې؛ نه یې ایران ته ورکړې نه یې هم تاجکستان او پاکستان ته واستولې. لعنت پر هغوی چې د افغانستان وسلې او نقلیه وسایط یې پاکستان ته انتقال کړل.
Tweet media one
191
70
1K
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
1 year
پاکستاني استخباراتي چارواکي کندهار ته رسېدلي او هڅه کوي چې د ملا هبت الله؛ ملایعقوب او سراج حقاني ترمنځ را پیدا شوې شخړه حل کړي. ملا حسن او ډله یې هم کندهار ته تللې؛ د یعقوب او سراج د تګ امکان. هبت الله فکر کوي چې یعقوب او سراج پرده کودتا کوي. کندهار نورزیو او ساګزو ته سپارل شول
Tweet media one
428
101
1K
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
1 year
طالبانو! که تر ښکنځلو او سپکاوي سره تېر شو؛ دا راته ووایاست چې دا پاکستانی موټر کابل کې څه کوي؟ دا نن په کابل کې د ارزان قیمت سړک دی. ایا موږ د پاکستان غلامان یو؟ دا پاکستانی په کابل کې پر افغانانو سور سور کېږي او ځان فاتح ګڼي. طالبانو ایا تاسو افغانان یاست؟
Tweet media one
483
148
1K
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
7 months
چا ویل چې په دریاب کې ګوهر نشته؟ مولوي کلیم الله افغان چې د طالبانو یو لوړرتبه چارواکی دی دې لنډه ویډیو کې د پاکستان د افغان دښمنه پالیسیو په تړاو سپین غږېدلی دی. ما بیا بیا ویلي دي چې د طالبانو ټول مشران د پاکستان غلامان نه دي؛ هغه چې غلامان دي د پاکستان په وړاندي ګونګیان هم
90
182
1K
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
کاش ملا یعقوب او انس حقاني یوه شپه کونړ کې تېره کړي او هلته پر «آزاد افغانستان» د پاکستان بریدونه و څاري او د ځواب ورکولو طرحه جوړه کړي. د حیدري د ژغورلو لپاره زابل کې د وزیر دفاع او انس حقاني شپه تېرول تر ډېره تبلیغاتي برېښي. حیدري دې خدای و ژغوري.
Tweet media one
215
72
1K
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
ترکان زنده با! ترکي چارواکو سپین صفا امیر خان متقي ته ویلي چې که د ملي بیرغ سره کانفرانس کې ګډون کوې خدای دې راوله کنه ځه خپل کار کوه. په نړۍ واله کچه د ملي بیرغ 🇦🇫کمپاین بریالی دی او طالب به یې په کور دننه او بهر ارو مرو رپوي.ته ملي بیرغ ومنه موږ به تا ومنو.
Tweet media one
158
84
1K
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
ملا یعقوب د ننګرهار له چاودنې روغ وتلی خو ګڼ پلویان یې وژل شوي دي. پر ملا یعقوب چاودنه به د کوټې شورا او حقاني شبکې ترمنځ وسله والې جګړې ته لار خلاصه کړي. ماته درې میاشتې وړاندي د کوټې شورا مهمو غړو ویلي وو چې یعقوب ته د حقاني شبکې نه د مرګ خطر دی.
Tweet media one
530
94
990
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
1 year
یوه ډله طالب مشران په دې لټه کې دي چې په هیبت الله پوهنتون ته د نجونو د تګ وروستۍ پرېکړه بدله کړي. د خواله رسنیو فشار طالبان پردوو ډلو وویشل؛ لوی اکثریت به یې د Good Taliban په نوم را مخته شي او مشري به یې ملایعقوب په غاړه واخلي. د علم د فریشتو چېغې بې ځایه نه ځي. دوی ووېشل شول
Tweet media one
227
52
1K
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
تازه خبر! ذ طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په غزني کې تر ۱۸ کاله کم عمره جنۍ سره واده وکړ. نوموړی د مولوي همدان باجا شو؛ تر دې وړاندي مولوي همدان د کابل د هوایي ډګر امنیتي مسئول وو چې د ډالرو د قاچاق په تور له دندې وشړل شو. د طالب مشرانو د ودونو لړۍ روانه ده.
Tweet media one
513
142
964
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
د بېړنۍ جرګې د رابللو پرېکړه وشوه. د طالبانو له لوري د لویي جرګې د را بللو هڅې ګړندۍ شوې دي.ملا برادر د لویي جرګې د رابللو مسئول ټاکل شوی. ملا خیرالله خیر خوا او ځیني نور مشران به ورسره وي. په طالبانو کې دننه ځیني پاکستاني پلوه د لویي جرګې مخالف دي.
Tweet media one
106
80
980
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
مخالفت به سره کوو منافقت به نه کوو. انس حقاني دا ډېر دروند کار کړی چې په ننګرهار کې په سرمایه غریب خو د عالم او حلیم شخصیت استاد فضل ولي ناګار کور ته تللی. د طالب چارواکو دا ډول کړنې د ستایلو وړ دي.
Tweet media one
49
16
952
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
د طالبانو د کوټې شورا د ملایعقوب د خونديتوب په موخه انس حقاني د ملایعقوب سره له سفرونو منع کړی دی. ملایعقوب ویلي چې د تبلیغاتو د مخنیوي په موخه باید یو اودوه سفرونه ورسره وکړي. د کوټې شورا فکر کوي چې د ملایعقوب ژوند ته ګواښ دی. د کوټې شورا او حقاني شبکې اختلافات اوج ته رسېدلي دي.
Tweet media one
398
65
936
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
7 months
پاکستانیان د طالبانو له یوه «جنرال» مبین نه تر پوزي راغلي وو؛ له ملا تر امي؛ له جنراله ترسیاستواله او له ژورنالیسته تر نېشنلیسته ټول وریاندي غږېدل؛ خو اوس د طالبانو په هر دفتر او هره پوسته کې یو جنرال مبین ورته ناست دی او د پاکستان له ناخوالو پردې پورته کوي. د مولوي حماد صیب
Tweet media one
59
49
950
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
بد او دردونکی خبر! پاکستاني پوځ پر مشر منظور پښتون وسله وال برید کړی.
Tweet media one
99
79
929
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
د طالبانو د خارجه وزیر متقي ورور عبدلقادر او زوی یې شفیع الله له افغانستان نه پاکستان ته د روسي تیلو په قاچاق تورن شوي دي. د تجارت وزیر وراره حمید الله هم په دې کې ښکیل بلل شوی دی. روسیه په ۳۰ فصده تخفیف افغانستان ته تیل ورکوي خو د متقي کورنۍ یې پاکستان ته قاچاق کوي.
Tweet media one
230
175
895
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
3 months
په پاکستان کې د برېښنا د دوو بندونو چارې و ځنډېدې چې تر (۸۰۰۰) میګاواټه زیاته برېښنا یې تولیدوله. دلته افغانستان کې د هرات او خواف تر منځ د ۵۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د ریل پټلۍ وروستي پړاو بشپړولو قرارداد لاسلیک شو. هلته چینایان د پاکستان په پلټنو باور نه لري؛ خپل ټیمونه یې را
Tweet media one
72
60
914
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
کابل ته د بې حجابه حنا رباني ورتګ او د طالب مشرانو تود هرکلی! ایا دا د پاکستان په وړاندي د طالبانو پر بې وسي که پر غلامي دلالت کوي؟
Tweet media one
275
84
845
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
1 year
طالب مشرانو خپل امیرالمؤمنین هیبت الله په قوم پالنه تورن کړی دی. طالبان وایي چې شیخ د افغانستان دوو قومونو نورزیو او اسحاقزیو ته زیات امکانات ورکوي. د ګڼ طالب مشرانو پاملرنه خپلو قومونو ته اوښتې ده. دا ډول اختلافات نافرمانۍ ځېږوي او شاید د طالبانو بیلا بیلي ډلې یو بل په نښه کړي.
Tweet media one
242
54
810
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
نوین الحق دلوبي په جریان کي دلمانځ پر مهال نوین ته زړونه💛 🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫
Tweet media one
13
13
811
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
11 months
که حقیقت ووایو! په حکومت نه پوهېږي خو د مور زوی ځانته ښور نشي ورکولای. له رسنیو ویره نه لري خو داسي یې غلي کړي لکه ګونګیان. که سترګې پټې نه کړو نو دا وخت تر پاکستان افغانستان آرام دی. تر ټولو ښه او د ستایلو کار یې دادی چې افغانستان ته ددوی تر راتګ وروسته پاکستان سخت ناارامه شوی.
Tweet media one
128
41
784
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
3 months
د ګوادر تر پروني خونړي برید وروسته نن د ملا فضل الرحمان په پلرني ټاټوبي ډیره اسماعیل خان کې د پاکستان پر پوځ «زبردست» ځانمرګی برید شوی. ګڼ پوځیان هلاک شوي دي؛ ویډیو کې ښکاري چې د پوځ پر موټر توري لوخړې ګرزي. دا د کندهار د روژه په خوله ځوانانو د وینو آزار وو چې د دښمن پر کور هم
Tweet media one
56
38
792
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 months
پاکستان په شانګله کې پر چینایانو د برید د تحقیقي راپور لمړني معلومات خپاره کړل. د CTD راپور بریدګر افغان ګڼلی او ادعا یې کړې چې له باروتو ډک موټر د چمن له لاري پاکستان ته داخل شوی دی. ښه نو له تا چې یو عادي انسان پر چمن دروازه نشي تېرېدلای د باروتو بار موټر څنګه تېر شو؟ بیا دا
Tweet media one
92
88
801
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
1 year
بد خبر دادی چې ډېر ژر به د افغانۍ ارزښت د ډالر په وړاندي ډېر بد را و غورځېږي. که په دوو اونیو کې طالبان له خپلو وروستیو پرېکړو پر شا نشي د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې به اسلام اباد ته کډه شي او افغانستان ته هره اونۍ راتلونکي څلوېښت میلیونه ډالر به پاکسنږتان ته ځي.
Tweet media one
163
62
751
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
جمهوري نظام یې ننګاوه اوس داسي حالت ته ورسېد. طالبانو ډاکترعبدالله عبدالله ته ویلي چې له اجازې پرته به له کوره نه وزې؛ څوک به کورته نه درته راځي؛سیاسي خبره او فعالیت نشې کولای؛ له ملي بیرغ سره عکس نشې اخیستلای؛بهرته پرتګ بندیز دی. طالبانو عبدالله عبدالله نظربند کړی دی.
Tweet media one
134
39
711
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
1 year
باداران کاذب تمثیل کوي وطنه د ملي اردو عسکر درباندې مړ دی شهیدو ننګیالیو ته نن یوه یوه دعا وکړئ. د ملي پوځ او امنیتي ادارو عسکرو ته خو مو پروخت عزت ورنه کړ؛ نن یې روحونو ته د عاوې وکړئ او که د لس ډال��و وس لرئ د یوه شهید کورنۍ ته یې واستوئ. نن مې د هیواد شهیدان پر روح اورېږي.
Tweet media one
97
43
742
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
3 months
د جګړه ځپلي پاکستان په تربت کې د پوځ پر قرار ګاه د بلوڅ آزادي غوښتونکو د تېري شپې برید بیا هم خونړی او د دوی لپاره وېره ونکی وو. د پاکستان امنیتي ادارې د ورته بریدونو د کنټرول په تړاو بې وسه ښکاري او خپلو خلکو ته د دروغجن قناعت په خاطر د ملامتي ګوته افغانستان ته نیسي. اوس دا
Tweet media one
82
57
751
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
نوی؛ ځوان؛ په صحت برابر؛ په تېرو شلو کلونو کې شل کاله نور ځوان شوی مولوي صیب هیبت الله را څرګند شو. زوړ هیبت الله چې لهجوي تغیر هم له نوي هیبت الله سره لري له نن وروسته رسمأ ختم شو. شکر دی هیواد ته خدای ژوندی امیرالمومنین ورکړ؛ په ننۍ وینا کې د اردو ژبې(سرزمین) ټکی هم کاراوه.
Tweet media one
Tweet media two
384
87
704
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
د نجونو مکاتب به تر اختر وړاندي خلاص شي که خېر وو. ریس الوزرا خپل اجرایوي اختیارات ملا برادر ته سپارلي دي. د شیخ هیبت الله په نوم کس به کوچني اختر کې د ولس په وړاندي راڅرګند شي. له نړۍ والې ټولنې سره شوې ژمنې به له نن وروسته یو په یو عملي کېږي. د امیر خان متقي وزارت به ختم شي.
Tweet media one
135
29
721
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
8 months
د د ښمن هیواد پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري شړلو په مقابل کې باید افغانان ځیني کارونه په عاجلانه ډول وکړي! دا چې هیڅ پاکستانی پروډکټ(تولید) وانه خلي.هغه به افغان نه وي چې پاکستاني توکي و پېري (رانیسي). بهر مېشتي افغانان له افغان کډوالو سره د پاکستان د شوي ظلم لنډ مستند
Tweet media one
48
162
735
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
یوه پوښتنه! هیله ده سم ځواب راکړئ! دا د طالبانو مشر مولوي هیبت الله اخوند ولي د پاکستان د هوايي بریدونو په تړاو پټه خوله پاتې شو؟
Tweet media one
335
61
712
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
که رښتیا ملي بیرغ ته ژمن یاست خپلو پروفایلونو ته ملي بیرغ جګ کړئ او په یوه خوله د پنجاب دا افغان دښمني و غندئ د دوی پلار به یې مني؛ کنه د ټامیانو او غني له لوري روغ رمټ وطن ور و سپارل شو چې څه یې مرضي وي هغه دې کوي. ملي ځواک، ملي ارزښتونه او ملي بیرغ ټول ټامیانو خرڅ کړل.
Tweet media one
126
44
718
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
پاکستاني ډرون الوتکو نن غرمه ګردېز کې پر سرحدي لوا بمبار کړی؛ تلفات هم شته. طالب جانه ورته ټینګ شه؛ دا داسي پاکستان دی چې نه مجاهدینو د افغانستان په ورانولو خپل کړ نه کرزي او غني په خپلو پالیسیو اصلاح کړ. طالب جانه پاکستانۍ دوستي او افغان دښمني به په لویه بیه درته تمامه شي.
Tweet media one
177
90
711
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
1 year
طالب مشرانو ته د TTP خبر داری! که پاکستان افغانستان کې د دوی خلاف عملیاتو ته دوام ورکړي دوی به هم افغانستان کې دننه پاکستاني اهداف او پاکستانیان په نښه کړي. دا خبره نن په یوه رسمي لیک کې هیبت الله؛ حقاني او یعقوب ته شوې ده. TTP وایي چې مسلمانان دي او په پاکستان کې شرعي نظام غواړي
Tweet media one
96
51
694
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
دا ملا یعقوب اوس د کومو طالبانو په استازولۍ دا وایي چې افغانستان د ټولو قومونو شزیک کور دی؟ یعقوب اخوند د چا په استاز ولي دا خبره کوي چې د دوی په حکومت کې د هر افغان لپاره کار او ځای شته؟ د طالبانو اختلافات اوس دومره عالني دي چې ملایعقوب ښکاره د هیبت الله د پالیسي مخالف دی.
Tweet media one
314
29
697
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
د طالبانو په څټ کې د سي آی اې ګوزار! طالبان به اوس د امریکا له وېري د نجونو ښوونځي پرانېزي. په حکومت کې به نورو قومونو ته ځای ورکوي او ښځو ته به د انسان په نظر ګوري. دوی د افغانانو په خوښه دا کار نه کاوه اوس یې امریکا په زور په مني. وخت نیسي خو پرېکړه وشوه.
Tweet media one
374
54
675
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 months
پاکستانیان هم په دې باور شول چې هیواد یې نور ماتېږي؛ عمران خان وایي چې د بنګله دیش تکرار ته نېژدې شوي یو. دا په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د جګړې برکت دی چې د پاکستان اقتصاد برباد او بې ثباته شو. الحمدالله افغانستان پوروړی نه دی او د ماتېدو خطر یې هم شکر اوس نشته. پاکستان چې
Tweet media one
52
57
715
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
د طالبانو له لوري پر عبدالله عبدالله نوي بندیزونه و لګول شول. طالبانو ډاکتر عبدالله عبدالله د اعلامیو خپرولو او د سولي د عالي شورا د ریس له نوم استفاده کولو بند کړی دی. د طالبانو د وزیرانو شورا یوه غړي راته وویل چې عبدالله عبدالله اوس یو عادي افغان دی او بهر ته د تګ حق هم نه لري.
Tweet media one
96
27
674
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
په کور دننه خو به یې ته د پنجاب د پوځ په ملاتړ راکوز کړې؛ خو ستا او د پنجاب پلار یې د افغانانو له زړونو او دماغونو نشي را کوزولای دا ملي بیرغ🇦🇫؛ نن هالنډ مېشتو افغانانو ثابته کړه چې دا د افغانانو بیرغ دی؛ وو او وي به. تل دې وي افغانستان
90
85
684
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
کندهار کې نور حقاني شبکه ځای نه لري! جواد یاسیر په کندهار کي د استخباراتو مطبوعاتي مسول او حقاني شبکې غړی چې ځورونې کولې د والي و فا کسانو نیولی او سخت یې ډبولی دی. د ملي امنیت یو بل کارمند چې هدفي وژنې کولې هم ژوندی ورک دی. د کوټې شورا او حقاني شبکې اختلافات اوج ته رسېدلي دي.
Tweet media one
283
41
671
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
وهشت نور تور او که سپین وي؟ طالبانو په کندهار کې تېره شپه د موسیقي اورېدلو او مېلې ته د تګ په جرم لسګونه ځوانان ترټلي او تېره شپه یې یخ ته درولي وو. د طالبانو دا کړنې د خپل نظام خلاف د خلکو لا نوره کرکه پاروي او دا سراسر وهشت؛ بربریت او د خلکو په انساني او اسلامي حقوقو تېری دی.
Tweet media one
287
67
666
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
طالبان وایي په پنجشیر کې (۴۰) سکاټ توغندي موندلي دي. دا د طالبانو لپاره لویه لاسته راوړنه ده؛ خو خدای دې وکړي چې له پنجشیره دا توغندي راولپنډۍ ته انتقال نشي؛ ځکه د طالبانو هره لاسته راوړنه پاکستان خپل غنیمت ګڼي.
Tweet media one
128
49
676
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
ځیني خلک وایي انس حقاني ځکه له ملایعقوب سره هر ځای سفر کوي چې د ملایعقوب په ټولو امنیتي تدبیرونو بلد او خبر وه اوسي. ځیني وایي چې ځکه ورسره وي چې ملایعقوب کوم پټ ملاقات ونه کړي. زه وایم د ملایعقوب سر ته دې خیر وي. تاسو څه وایاست؟ ولي انس حقاني هر سفر کې د ملایعقوب ملګرتیا کا؟
Tweet media one
292
55
660
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
هر طالب مشر چې د افغانستان اصلي دښمن پاکستان و پېژني او په مېړانه یې نوم واخلي هغه ریښتونی افغان دی. په کور دننه له طالب سره د ستونزو پر سر خبرې کېدای شي خو د پاکستان ملاتړي طالب مشران سوچ جاسوسان او د افغانستان دښمنان دي. ملا یعقوب اخوند د افغانستان دښمن پېژندلی خدای دې وساتي.
Tweet media one
56
36
659
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
1 year
د افغانستان سرحد ته د ایران پوځ را ورسېدو، طالبانو د اسلام قلعه ګمرک د خالي کولو پرېکړه کړې ده. په نیمروز کې پر مرز پراته کلي خالي کړل شوي دي. ایرانیان غواړي زور و ازمویي خو ډاډه یم چې طالبان به یې اوړه ور په مالګه کړي. جګړه د هیچا په خیر نه ده خو که جګړه و تپل شوه بیا…..!
Tweet media one
145
26
647
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
1 year
د طالبانو د لوړو زدکړو سره د مبارزې وزیر ندا محمد شاید د استخباراتو د لوی ریس په توګه و ټاکل شي. یوې طالب سرچینې راته وویل چې د شیخ هیبت الله په نوم کس د استخباراتو د لوی ریس وثیق نه په وېره کې دی چې له ملایعقوب او شیخ حقاني سره یوځای نافرماني ونه کړي. نافرمانۍ په زیاتېدو دي.
Tweet media one
256
37
657
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
1 year
عطامحمد نور زنده باد! په دې خاطر زنده باد چې یوې ښکلې ماڼۍ یې د تاریخي بلخ ښکلا لانوره زیاته کړې ده. ده که فساد کړی او که غلا خو کور یې ودان ابادي یې په مزار کې کړې؛ لعنت پر هغوی شه چې غلا او فساد یې افغانستان کې کړی/ کوي ماڼۍ په پردیو هیوادونو کې جوړوي. عطا نور د ستایلو دی
Tweet media one
218
37
659
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
ځیني طالب چارواکو هڅه پیل کړې چې ذبیح الله مجاهد د بهرنیو چارو وزیر کړي. ذبیح الله مجاهد رښتیا هم په خبره پوهه طالب چارواکی دی؛ د امیر خان متقي په اندازه پاکستانی نه دی او د تفاهم چل یې هم زده دی؛ دی په تور لیست کې هم نه دی شامل. دا ډول تغیرات د طالبانو د حکومت عمر اوږ دولای شي.
Tweet media one
104
20
647
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
10 months
کالداره یې خدای په شرمونو وشرموله؛ اقتصاد یې خدای برباد کړ؛ جمهوریت یې سر وخوړ؛ د پوځ له مردارې څېرې یې پرده اوچته شوه. امنیت یې خدای داسي خراب کړ چې هیڅ ښار یې خوندي نه دی. ننۍ چاودنه کې تقریبأ لس پوځیان هلاک شوي او همدومره نور ټپیان دي. پاکستان به د افغانانو آزار لا نور خرابوي.
Tweet media one
50
31
657
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
8 months
له طالبانو سره سیاسي او د نظر اختلاف باید یو اړخ ته کښېښودل شي؛ خو دم ګړی دي هر با احساسه او با وجدانه افغان د هرات د زلزله ځپلو مرستو ته را ودانګي. همدا وخت دی چې پر نړۍ واله ټولنه فشار راوړو چې له افغانستان سره بشري مرستې زیاتې کړي. له اختلافاتو؛ سیاستونو او دښمنیو به دم ګړی
Tweet media one
19
43
643
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
4 months
استاد عبدالرب رسول سیاف جوړ دی؛ روغ دی او د ګڼو نورو افغان سیاسیونو برخلاف د حالاتو بدلون ته ډېر امید لري. هغه د یو دیني عالم په توګه د طالبانو ځیني کړنې د دین خلاف ګڼي او په دیني دلایلو وایي چې ظالم حکومتونه دوام نشي کولای. استاد که څه هم په جلاوطني کې ژوند کوي؛ خو حجره یې له
Tweet media one
386
15
645
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
یو طالب راته لیکلي دي چې ته د طالبانو د حکومت سم کارونه نه ستایې یوازي منفي شیان را اخلې. ما ورته وویل چې ته د طالبانو سم او د ملت په ګټه کارونه را وښیه چې زه یې و لیکم. ایا طالبانو په تېرو ۷ میاشتو کې کوم مثبت کارونه کړي دي؟
Tweet media one
284
36
611
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
1 year
د پاکستاني پوځ د ظلم خلاف باید هر افغان له PTM سره ودرېږي. پي ټي ایم د مظلوم آواز او د ظالم پاکستاني پوځ په وړاندي تر ټولو لوی خنډ دی، همدا علت دی چې نن یې بیا علي وزیر ګرفتار کړ. د پاکستاني پوځ خلاف آواز اوچت کړئ او په سیمه کې سولي او ثبات ته لار پرانېزئ. ستاسو یو ټویټ، یو
Tweet media one
131
140
631
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
د ایران خلاف په کور دننه د طالبانو د دفاع د وزیر ملا یعقوب اقدام. په طالبانو کې هم دا مېړنی دی؛ ملایعقوب نیمروز ولایت ته تللی او ښایي پر ایران اوبه بندې کړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت که ICJ ته د ایران خلاف عریضه وکړي د ایران له ظلم نه به افغانان د ابد لپاره خلاص شي.
Tweet media one
41
36
610
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
3 months
کندهار مې د بابا په قباله دی! که پنجشیر دی که واخان دی وطن زما دی! چې پنجشیر د ایران برخه ګڼې نو افغان نه یې؛ او تا غوندي خلکو ته ایرانیان هم هیڅ اهمیت ځکه نه ورکوي؛ هغوی پوهېږي چې ته خپلې شیرینې خوږې خاورې (مور) ته نه یې وفاداره ایران ته به څه وفا وکړې.
Tweet media one
41
19
635
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
چېرته دي ملایعقوب مجاهد او انس حقاني چې یوځل سپین بولدک ولسوالۍ ته سر ور ښکاره کړي او د پاکستاني پوځ په ډزو د شهیدو ځوانانو پوښتنه وکړي. تاسو کې پښتو چېرته ایمان چېرته
Tweet media one
173
57
605
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
1 year
زموږ کښتۍ یې ډوبوله! خپل دریاب یې توپاني شو! له نن ماذدیګره د شریر ګاونډي کور اور اخیستی؛ دا اور له تاسیساتو سره سره جمهوریت هم سوځي؛ دوی موږ ته د اسلامي نظام په را وستلو کې پوره پوره هڅه وکړه؛ بریالي هم شول؛ موږ به دوی ته دعا کوو چې الله(ج) مو زموږ په برخلیک اخته کړه🤲
Tweet media one
62
41
617
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
ملایعقوب اخوند ستایې کور ودان چې خپله کورنۍ دې له پاکستان نه افغانستان ته بوتله اوس دا یوه بله مېړانه وکړه او د خپلو نېژدې طالب مشرانو کورنۍ هم له پاکستان نه و باسه. هغه طالب مشران به د پاکستان همېشني غلامان وي چې اوس یې هم کورونه پاکستان کې دي. دوی به پاکستانی سفیر خپل مشر مني.
Tweet media one
80
49
592
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
د طالبانو د استخباراتو د (۹۰) ریاست مرستیال په بې غږه وسله ترور شو. دا هغه طالب چارواکی وو چې د پاسپورت د ریس لم ګل حقاني عیاش ورور یې د شرابو څېښلو او نجونو نڅولو پر مهال ونیوو. د طالبانو ترمنځ اختلافات هغې کچې ته رسېدلي چې اوس یوبل تروروي او دا لړۍ به په خونړۍ جګړه بدلیږي.
Tweet media one
172
83
594
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
1 year
د افغان پوځ سرتېرې ورځ دې مبارک شه! موږ نن هم په تاسو ویاړو؛ پرون مو هم فخرواست او سبا مو هم د عزت څلي یاست. تاسو په پوره مېړانه له خپلې خاورې دفاع وکړه خو ځینو بې ننګو ستاسو له ویني او میني سره خیانت وکړ او ستاسو وینه او شجاعت یې و پلوره؛ هغوی به همېشه سر ټیټي وي. تاسو ته سلام🇦🇫
Tweet media one
94
49
621
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
چې دا سړﺉ یواځې ماته ګران دی که تاسو ته هم ګران دی د اخلاقو غر بهترین لوبغاړﺉ د عاجزﺉ نمونه!! اتل نبي جان ته زړونه❤
Tweet media one
15
7
604
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
5 months
تازه او د پاکستان لپاره بد خبرې! د تحریک طالبان پاکستان د مشرتابه شورا او وزیرانو روانه درې ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده؛ په TTP کي یې پراخ بدلونونه راوستل. د ټ ټ پ سرچینو راته وویل دوی نوې لایحه تصویب کړه او د پاکستان د بربادي په موخه یې نوي پلانونه جوړ کړي دي. داسي ښکاري چې سږ
Tweet media one
66
25
603
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
25 days
طالبه لا هم وخت دی؛ خدای او رسول و منئ افغانستان کورنۍ جګړې ته مه بیایاست. د جګړې ډېره بده څپه راروانه ده، داسي څپه چې وچ او لانده به وسوځي. د جګړې مخنیوی په پالیسیو شونی دی. دا پنځه شیخان یا مردار کړئ یا یې وتړئ او له ملت سره ملي پخلاینه وکړئ، هیواد له بلې جګړې وژغورئ. خفه
Tweet media one
233
52
620
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
1 year
له سراج الدین حاقاني او د ریس الوزرا تر مرستیال حنیفي را وروسته د پترولیم او معادنو سرپرست شهاب الدین دلاور هم د تنقید د ایشارې ګوته هیبت الله ته ونیوه. هغه په یوه غونډه کې ویلي چې د نظام بقا د خلکو غوښتنو ته په غوږ نیولو کې ده. د طالب مشرانو د نافرمانیو لړۍ دوام لري.
Tweet media one
151
37
605
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
د طالبانو د استخباراتو یو ښه اقدام! د طالبانو استخباراتو د کابل په پاسپورت ریاست کې د فساد رېښې له منځه یووړې؛ ریس یې برطرف کړ او ورور او خښی یې ونیول. دا عمل ښه او د ستایلو وړ دی؛ د یوې ښځې د نیول کېدو خبره هم کېږي. که طالبان اوس د فساد ریښې غوڅي کړي حکومت ولي به یۍ اسانه شي.
Tweet media one
26
28
572
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
1 year
بریتانیا حکومت د ډاکتر عبدالله د پناه غوښتنې درخواست رد کړ! د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت په یو بېساري اقدام کې د افغانستان د سولي د عالي شورا د پخواني مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د پناه غوښتنې درخواست رد کړی دی. بریتانوي چارواکو د برېښنالیک په وسیله تېره اونۍ ښاغلي عبدالله ته د
Tweet media one
170
67
591
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
دا ویډیو تر طالب مشرانو ورسوئ ګوندي ضمیرونه یې را ویښ شي. او که ددې نهه کلنې ماشومې لوږې او اوښکو هم د طالبانو ویده ضمیرونه ویښ نه کړل بیا نو باید هر افغان ددې ظالم؛ فاسد او د پاکستان د ګټو پالونکي نظام خلاف ودریږي. د ظلم خلاف غږ اوچتول جهاد دی او دا جهاد پر هر افغان فرض دی.
142
159
572
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
5 months
افغانستان یوداسي هیواد دی چې هرډول ښکرور دروغ پکې چلیږي! میرویس عزیزي صیب په افغانستان کې د لس ملیارد ډالرو د سرمایه ګزاري ټټر وهلی. عزیزي صیب له ښه نیته دې مننه؛ خو سوال دادی چې ستا سرمایه څو ده؟ د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوه نیم بلیونه ډالر لري؛ ته څو لرې؟ طالبان
Tweet media one
Tweet media two
356
32
577
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
11 months
قرآن ملي بیرغ کې تاو کړئ! اوچت یې کښېږدئ چې خوندي شي ارزښتونه جاوید امرخېل د بیرغ 🇦🇫په سندره کې حد کړی او دا بند یې د ارزښتونو په تړاو یو نوی فکر تخلیک کړ؛ ما نن د خپل کور قرآن کریم په ملي بیرغ کې ونغښت نوموړی وایي چې قرآن او ملي بیرغ دواړه ارزښتونه دي او باید اوچت کښېښودل شي.
26
55
584
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
دا د طالبانو د نظام پر پیاوړتیا د لالت کوي چې د حقاني شبکې د یوه پیاوړي غړي علم ګل حقاني ورور عبدالله یې له شرابو؛ نجونو او ناقانونه پاسپورټ پلورلو سره ونیو. هر نظام کې ملا لنډی وي دا بیا د حقاني شبکې ملا لنډی دی؛ هغه د غني ملا لنډی خو چا ونه نیو طالبانو خپل ملالنډی زنداني کړ.
Tweet media one
88
28
564
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
11 months
د بیرغ 🇦🇫 ورځې لمانځلو په طالبانو کې داسي غوغا جوړه کړې چې اوس یې اکثره مشران دا خبره کوي چې له ملي بیرغ سره دښمني باید ختمه شي. باشعوره ولس په مختلفو بڼو دا ورځ ولمانځله، چا په خواله رسنیو کې؛ ځینو کورونو کې او ځینو غریبکارو په طبعي توکو بیرغ اوچت کړ. دا بیرغ هیڅوک نشي ورکولای
Tweet media one
68
25
584
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
1 year
د پاکستان مداخله که د هبت الله وېره؟ ملا یعقوب او سراج حقاني په ګډه د نجونو د پو��نتونو نو د بندولو ملاتړ وکړ. طالب سرچینې وایي چې دوی دواړو په یوه ناسته کې کندهار ته ډاډ ورکړی چې مخالفت به نه کوي. د دفاع او داخله وزیرانو تر ملاتړ وروسته هبت الله د ښځو خلاف نورګامونه اوچت کړل.
Tweet media one
110
35
554
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
که په تلویزونونو کې د «فتنې» د مخنیوي په خاطر ماسکونه اچول ضروري وي نو بیا باید د طالبانو په لیکو کې هم د ځینو « تنکیو مجاهدینو» مخونه په ماسکونو پټ کړل شي. فتنه هر ځای فتنه وي؛ نن سبا تر نجونو د هلکوانو فتنه ډېره زیاته شوې ده. #StandWithAfghanWomen
Tweet media one
110
48
556
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
ملایعقوب اخوند بیا پر ډیورنډ کرښه ښکاره شوی خو زابل کې؛ چې دا د پاکستان تر راکټي بریدونو لاندي کنړ ته ولي ملایعقوب اخوند نه ځي؟
Tweet media one
78
21
543
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
له ګلبدین حکمتیار سره د نظر اختلاف پر خپل ځای؛ خو جراعت او مېړانه یې د ستایلو وړ ده. ویډیو کې ښکاري چې شا او خوا مرمۍ ورته لګېږي خو ده سر ټیټ نه کړ. نېغ ولاړ وو چې تر څو یې امنیتي ساتونکو له سټیج نه لیري کړ. دا سړي ثابته کړه چې ډارن نه دی.
114
40
551
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
1 year
ملت ژغورنه داده چې هر بهر مېشتی افغان دې تر راروان اپریل میاشتې لږ تر لږه دریو کورنیو ته د میاشتې (۵۰) پنځوس ډالر د سون توکو لپاره واستوي. دا کار انفرادي وکړئ خو د کورنیو هویت پټ وساتئ. د کونډو، بې ورلو او مجبورو افغانانو لاس نیوی؛ ملت پالنه، مسلماني او انسانیت دی. ډېره اړتیاده
Tweet media one
56
83
556
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 months
طالبانو د شمالي ولایتونو؛ داعش او «بغاوتګرو» د کنټرول لپاره د ځانګړی ځواک په جوړولو پیل کړی. یو طالب مشر راته وویل چې دا ځواک به انتهایي چټک او پېښو ته د رسېدو او شخړو د کنټرول توان ولري. دا ځواک به د چټک غبرګون په څېر وي خو هدف به یې ددوی په وینا داعش او بغاوتګر ځپل وي. دا
Tweet media one
67
36
562
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
په کندهار کې د طالبانو د ترور لړۍ انتهایي ګړندۍ شوې. په تېره یوه اونۍ کې لږ تر لږه د (۱۷) ترور شویو طالبانو مړي میرویس روغتون ته ور وړل شوي دي. موږ بیا بیا ویل چې طالبان بله جګړه پیلوي؛ اوس داسي ښکاري چې اصلي جګړه له کندهاره را پیل شوه. کندهاري طالبان سخت په وېره دي.
Tweet media one
295
58
555
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
1 year
طالبانو له شیخ هیبت الله سره د حامد کرزي د لیدلو غوښتنه رد کړې ده. د کندهار واکمن وایي چې پخواني ولسمشر حامدکرزي غوښتنه کړې وه چې د ملا هیبت الله پر څوکۍ ناست کس وویني؛ خو د کندهار ولایت د حامد کرزي دې غوښتنې ته منفي ځواب ویلی دی. په یوه محدوده حلقه کې ګېر هیبت الله خپل مخ نه ښيي
Tweet media one
104
53
555
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
د افغانستان د ازادۍ جبهې د طالبانو د سرونو قیمت مقرر کړ! د طالب مشر د ترور قیمت له (۵۰۰) تر (۵۰۰۰) ډالر. د استخباراتي طالب د وژلو قیمت ۳۵۰ ډالر. د امربه المعروف د مرګ قیمت ۳۰۰ ډالر؛ او عادي طالب ۲۰۰ ډالر. دا په افغانستان کې د جګړې نوې خو خطرناکه بڼه ده. دا ډالر له کومه راځي؟
Tweet media one
338
62
547
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
6 months
جنرال هیبت الله علیزیه! تا ته؛ ستاسو همت ته؛ ستا غرور او غیرت ته؛ ستا کورنۍ تربیې ته زما یو ملي 🇦🇫او افغاني 🫡سلام. ته یو ریښتونی افغان یې چې د خپل اولاد لپاره حلاله ډوډۍ ګټې. د هیچا پروا مه کوه؛ هغومره نور دې بلا ته قربان شه چې تا د خپلې خاورې د ساتلو په نیت تر تیغ ایستلي دي.
Tweet media one
Tweet media two
80
34
572
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
3 months
هارون حاکیمي به ډېر ژر او په غالب ګومان د راروانې جمعې په ورځ د امریکایي پولیسو له کسټډي خلاص شي. د هارون له را وتلو سره به د «حاجي صیب» د پنځلس زره ډالرو د داستان قصه هم واضح او بربنډه شي. له افغانستان نه امریکا ته د تازه تللې ۲۷ کلنې افغانې «پیغلي» ادعا او د لګول شویو تورونو
Tweet media one
146
55
575
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
5 months
د پاکستان پر پوځ د TTP یو بل مرګونی برید! د محکوم پښتونخوا وطن د لکي مروت پر پوځي قرارګاه د تحریک طالبان پاکستان له لوري د ۴ اړخونو په سپینه ورځ برید وشو؛ ګڼ پوځیان هلاک شوي دي. جنرال عاصم منیر صیب عام پاکستاني څه چې ته خپل پوځیان هم نشې ساتلای. بریدګر په لڅ مخ خپله ویډیو کوي
41
58
552
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
1 year
طالب سرحدي ځواکونو هغه ایراني عسکر ونیول چې افغانان یې ځورول. طالبانو په وهلو او ټیله کولو ایراني سرحدي عسکر په خپلو پوستو دننه کړل؛ نور نو خدای خبر چې څه به یې ورسره کړي وي😜. نور تفصیل لنډه ویډیو کې
74
67
550
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
4 months
طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو ریس عبدالحق حماد د رښتیا ویلو په تور له دندې لیري کړی او تر پوښتن�� ګرویږنو لاندي دی. حماد صیب په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي وو چې افغانستان اوس هم امریکا ته محتاج دی؛ که امریکا له افغانستان سره نغدي مرستې و ځنډوي اقتصادي بد حالي به زیاته
Tweet media one
80
48
550
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 years
د ټامیانو د فساد ریکارډ یې مات کړ! د اسلام په نوم راغلي طالبان دي ! همکار مې طالبانو ته د (۲۲۰۰) ډالرو په ریشوت ورکولو په کابل کې پاسپورت ترلاسه کړ زموږ همکار ته دې پاسپورت ��و طالبانو ته دې د ریشوت اخیستلو او فساد نړۍ وال ریکارډ مبارک وي. ظلم؛ وهشت؛ او فساد د طالبانو بل نوم دی.
Tweet media one
115
91
547
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
2 months
د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار یوه تلویزوني مرکه کې وایي چې TTP او نوري تروریستي ډلې افغانستان کې دي؛طالبان وسلې او موټر ورکوي. سوال دای چې حزب اسلامي تر اوسه ولي دا غږ نه کاوه؟ اوس چې طالبانو د دفاع وزارت ځمکه ترې واخیسته نو د حکمتیار زوی خوله را خلاصه کړه. داسي
Tweet media one
167
42
541
@Mirwais1Afghan
Mirwais Afghan
6 months
جان محمده! ستا په خوله ستا پنجابی بادار یو چوکیدار نه مقرر کوي نو ستا په خوله به امریکایان افغانستان بمباروي؛ دا د بسترې خوب دې ښه وو چې په غوږ کې دې انورالحق ته ویلی وای. ته امریکا پرېږده خو ستا مالک پنجابی هم ایف شپاړس الوتکې لري؛ ایټم بم لري؛ توپونه او ټانګونه لري هغه ته به
Tweet media one
70
49
542