@TariqBadr0
Dad.M.Nawakدادمحمد ناوک
1 year
غيرتي پېغله لیکواله: حــنیـفه (زاهـــــد ) زلمي وطن ته دخپل تن نیمه هستي هبه کړه څوارلس کلني ښایستي ورته ځواني هبه کړه د زابل دسره غره پرکاڼو چي دشهاب او زهرا دمیني او قربانۍ داستان لیکلي نو زموږ هر ځوان او پیغله ورڅخه داخلاص او قربانۍ الهام اخلي څو ورځي مخته مي دخوښۍ یو خبر
Tweet media one
9
18
163

Replies

@TariqBadr0
Dad.M.Nawakدادمحمد ناوک
1 year
اوریدلی چي له اوریدلو ئې چاته دمیني خواخوږۍ او توکل احساس کیږي او یو خوشالوونکی او حیرانوونکي زیری ورسره دي ملا نقيب الله(عمر )چي په (صديق عمر)سره مشهور دي یو تکړه مجاهد ځوان چي له یوي دینداري او حق پروره کورنۍ څخه راټوکیدلی ددریو وروڼو دشهادت او زخمي کیدلو درد ئې لیدلی او په
1
1
14
@TariqBadr0
Dad.M.Nawakدادمحمد ناوک
1 year
خپله ئې دلوي څښتن دورکړل شوي نعمت لويه هستي دواړي سترګي او لاسونه ددین او وطن ساتلو په لاره کي قربان کړي دصدیقې په نوم یوې غیرتي نجلۍ دمیني او خواخوږۍ او غښتلي توکل داظهار په صورت کي له نوموړي ځوان سره دکوژدې کولو غوښتنه کړي دهيچا منفي مشوره ئې نه ده منلي او دغه کارئې په
1
2
14
@TariqBadr0
Dad.M.Nawakدادمحمد ناوک
1 year
ډیره میړانه ترسره کړی. صديقه دمدرسې فارغه هوښیاره او غیرتمنه نجلۍ ده زه پخپله دصدیقې جاني دکوژدې مبارکۍ ته ورغلم هغه په سِن کشره خو په پوهي ډيره مشره وه په روانه ژبه ئې ډیري زړه راکښونکي خبري کولي. خپله دنامزادي کیسه ئې داسي راته کوله : ماصدیق عمر لیدلي نه وو خو دده دژوند
1
2
15
@TariqBadr0
Dad.M.Nawakدادمحمد ناوک
1 year
ارمانجني خبري مي اوریدلي او دهغه شعرونه به مي اوریدل ، ماته په دي خبره ډیر پيغور دریدی چي نوموړي خپله دتن نیمه هستي ددین دبریالیتوب او له دښمن څخه دمحمدي امت دخلاصون په لار کي قربان کړي نو بيا ولي په دغه امت کي دده دژوند دهوسایي ملګرې پیدا نه شي. زه پردې ویرېدم که کومه ناراسته
1
1
14
@TariqBadr0
Dad.M.Nawakدادمحمد ناوک
1 year
ښځه له ده سره واده وکړي هغه به ئې سم خدمت ونه کړي او دده دهوسا کولو او زړه رانيولو سمه طريقه به ورسره نه وي نو ما دنوموړي دښه ملګري توب دپاره خپل ځان انتخاب کړ او داغوښتنه مي له خپل مور او پلار سره شريکه کړه او دټولو په مشوره مو دغه کار ترسره کړ اوس هم ډیره خوشاله او مطمئنه یم چي
1
2
13
@TariqBadr0
Dad.M.Nawakدادمحمد ناوک
1 year
داسي دخوښۍ شېبې مي په خپل ژوند کي نه دي لیدلې صديقه مي ډیره هوښیاره او دینداره ولیده کومه داجرا، ثواب او توکل خبره چي به زما په ذهن کي راګرځیده دې به ترما لومړی راته کوله پلار ئې حاجي جمعه دین آکا ډیر دينداره نیک اخلاقه سړی دشاجوي ولسوالي دجعفرو دکلي له یوه دینداره خاندان څخه دی
1
2
19
@TariqBadr0
Dad.M.Nawakدادمحمد ناوک
1 year
مورئې هم نیکه او همتناکه ښځه ده وروڼه ئې په دیني تعلیم بوخت دي درانه او اخلاقي هلکان دي انا ئې پرهيزګاره او نارینه صفته ښځه ده کور دي له نیکمرغیو ډک وي په پاي کي صدیقي (جعفري) ته د نیکمرغه خوشاله او هوسا ژوند دعاء کوم زه او ټول ملت ئې منندوي یو
1
2
23
@TariqBadr0
Dad.M.Nawakدادمحمد ناوک
1 year
غازي غازي شهید شهید وطنه ای دملالۍ او ناهيد وطنه دشازلمو له ګرمه برمه څخه رب دي ودان کړه د (زاهــد )وطنه
0
2
33
@Umarizuhad
َ‌💘اَلْعُمــَـــــــــرِيْ زُهــــَـــــاد💘
1 year
@TariqBadr0 الله اکبر داسې احساس لرونکي خويندي دښې ډيرې شې افرين يې په مور اوپلار
0
0
1
@BabkHaji
حـاجــی مــغــفــور ،،بـابـــک،،
1 year
@TariqBadr0 الحمدلله چې امة لاداسي میندی لری
0
0
1
@TariqBadr0 الله ج دی اجر عظیم ورپه نصیب کی،
1
0
0
@sjadafghan
سجادافغان
1 year
@TariqBadr0 یقینا پداسی دور کی داسی خورملاله خور دامت محسنه خورفکرمانه کوی چی ویدی لکن سترګی می له اوښکوډکی سولی چی ومی کتل بطور شکر وایم چی الحمدلله داسی خوندی اوس هم سته الحمدلله سبحان الله الله اکبر
0
0
4
@UbaidAf1
Ubaid Afghan
1 year
@TariqBadr0 اللّٰه تعالی دې ملا نقيب الله عمر او صديقه جاني ته نوی ګډ ژوند بختور او نيکمرغه کړي
0
0
0
@MokhlesSamadi
Mokhles samadi
1 year
@TariqBadr0 @sharafatwiaR الحمد الله چې پدې امت کې هم داسې غیرتمنې او با عزته ښځې شته دی الله تعالی نه ورته د خوشحاله ژوند غوښتونکی یم
0
0
8
@eissazoy
Nabi Eissazoy
1 year
@TariqBadr0 دداسي پاکي او رښتوني مينه ناکي اسلام پالي ناوي ته ځما دوه لاسي سلام👐
0
0
0
@afghankndhar30
سیف الدین سیف
1 year
@TariqBadr0 الحمدلله الله تعالی دي ورته ټول ژوند خوشحالي نصيب کي والله ورباندي غفته پکار ده
0
0
0