@TariqBadr0
Dad.M.Nawakدادمحمد ناوک
1 year
د ټکنده غرمې تصویر! دادمحمد #ناوک هغه شاته خړ دېوالونه زموږ د کلیو کورونه دي، دا کوچنی دربچه ممکن د دالان وي، د دربچې په شاوخوا سپینې نقشې د محجوبو ګوتو د هنر نندراه ده! خو دا خړ کورونه، دا مغرور دېوالونه او دا معزز مکانونه ځکه د کفر تر قدمو لاندې شول تر مخ يې د مسلمان په نوم
Tweet media one
18
43
251

Replies

@TariqBadr0
Dad.M.Nawakدادمحمد ناوک
1 year
یو بل تن را روان و، ادې ته هغه خپل ښکارېده، ځکه په ژبه يي غږېده، ځان يې مسلمان معرفي کاوه او حتی دې ته به يې هم د مورې غږ کاوه! دوی هغه ټکنده غرمه، چې کراري وه، ښځینه دالان کې را ټولې او چای څښي، نارینه ستړي له کروندې راغلي او د غرمې خوب کوي، کوچنیان د دېوالونو سیورو ته په
1
3
27
@TariqBadr0
Dad.M.Nawakدادمحمد ناوک
1 year
ساتیریو اخته دي، په کرېږو، چیغو او نارو بدله کړه. هغه چې په دې تصویر کې نه ښکارېږي: کوچنیان ټول یوه کونج ته سره راټول شوي، د نارینه‌و لاسونه تړل شوي او د څو نورو د ټوپکو تر مېلونو لاندې هغه بل دېوال ته مخ کړي کړوپ په ګونډو ناست دي، د دې کور د هرې بوخڅې، هر کاغذ، هرې لوټې په
1
3
24
@TariqBadr0
Dad.M.Nawakدادمحمد ناوک
1 year
اړه باید ادې ځواب ورکړي. له دالانه د نورو ښځينه‌و د سونګېدو غږ راځي، کله کله په زوره چیغي کړې او د سړو په خوا اشاره وکړي: ـ قران مو په ایښی، دغه په خدای که په هیڅ شي کې وي اوس له اوبو راغی! د کوچني غریو نیولی غږ د پېغلې خور په خوله لاس ور ایښودو خپ کړي: ـ ادې، ولي يې، ټوپک يي
1
2
24
@TariqBadr0
Dad.M.Nawakدادمحمد ناوک
1 year
ورته و... ادې په لړزیدلي غږ، د دې تصویر تشریح ورته کوی: - زوی ګله دغه يي ایران کې اخیستی، د مسالې ټوپک ورسره دی، هلته ورته وګوره د کوټې بکسونه يی هم پکې ښکارېږي! ترجمان خپل بادار ته مخ کوي، هغه په غوسه څو جملې کتاروي او ترجمان يي تر ده په اخلاص ادې ته وايي: ـ ته درواغ وايې،
1
2
24
@TariqBadr0
Dad.M.Nawakدادمحمد ناوک
1 year
دا ایران نه دی، پاکستان دی، ده هلته زده کړه کوي، دلته راغلی ترهګري کوي! ادې په لړزېدلي غږ د مخ پلو په خوله کې ټينګوي: ـ په قران که تراګر يي، ورسئ له میرغوثه يي پوښتنه يې وکړئ، د ګل رحیم زوی ته ویایاست، هغه خو دي تاسې عسکر دي هغه يي پېژني! د دې ټکندې غرمې په زړه کې یوازې د دې
1
1
23
@TariqBadr0
Dad.M.Nawakدادمحمد ناوک
1 year
کور له انګړه په انګریزي پوچ پاش او د باندې د ټانګونو غوراوې اورېدل کېږي، د رب عزوجل په دې پراخو کایناتو کې هیڅوک د دې ادې د مرستې نشته، له دې ټول کلي یوازې څو تنه دي، چې د سلامت کلي د عزت ساتلو لپاره يي پر موټر سایکل پښه اړولي، ټول کفر ته يي ټټر وهلی او په څو تنو يي زاړه
1
1
23
@TariqBadr0
Dad.M.Nawakدادمحمد ناوک
1 year
کلاشینکوفونه د ټانګونو مخې ته نیولي، د غرمې سره ګرمې سیوري را ړنګېږي، کلیوال د انګړ له منځه سوري سوري جسدونه د ولایت تر مقامه رسوي، د والي په پراخه خونه کې دوی هم ورسره د تائید سر ښوروي چې که له ټول کلي څو ځوانانو د سرښندنې لار نه نیولی، کافرانو ته به هلته د راتګ بهانه نه
2
1
23
@TariqBadr0
Dad.M.Nawakدادمحمد ناوک
1 year
پیدا کېده او دې غلبیل جسدو به د خپل کور په انګړ کې د خویندو او کوچنیانو تر مخ د مرمیو تر ضربو لاندې ټوپونه نه وهل! ۱۴۴۴/۱۱/۲۶
1
3
31
@WyaMnyb
منیب ویاړ
1 year
@TariqBadr0 دا لېکنه یو ځای څنګه کافي کیږي؟
1
0
0
@TariqBadr0
Dad.M.Nawakدادمحمد ناوک
1 year
@WyaMnyb دلته شته
0
0
1
@Elhampashteen
Elham Jan
1 year
@TariqBadr0 خه ليکنه ګوتي مو لا زرغوني😍 د دوی ټغر همداسي ټول عمر ټول
1
0
0
@TariqBadr0
Dad.M.Nawakدادمحمد ناوک
1 year
@Elhampashteen کور ودان
0
0
0
@Haqqani_33
عبدالرحمن
1 year
@TariqBadr0 اخ څومره دردونکي صحنه
0
0
3
@SgAqxbLuLqWiVKr
عبدالوکيل صداقت
1 year
@TariqBadr0 رښتيا چی پدی مغرور او مسلمان وطن انسان زپونکی بلا راغلی وه او د وحشتونو او بدمرغيو څپی يي له ځان سره لرلی خو زمونږ باتور ولس لکه فولاد ددغو وحشيانو په مقابل کی ودريدل او دا هرڅه يي د يوه روښانه راتلونکي په پار وزغمل خو اييل نسول او د ازادۍ تر منزله يي ځان ورساوه
0
0
5
@Sohaib_badar313
Sohaib Badar(حماسي)
1 year
@TariqBadr0 @HalimyarF افسوس چې زموږ خپلې لمنې موږ ته اور ورته کړ که چیرې حلقه بکوش غلامان نه وای نو هیڅکله په د ننګونو او له وقار څخه دغه ډک مکانونو ته اشغالګران نول داخل شوي
0
0
3
@Murtad_Talib
مرتد تالب
1 year
@TariqBadr0 شخ صاب مبارک په عام محضرکی را سرگندشو
@Murtad_Talib
مرتد تالب
1 year
دهسلامی امارت وتولو مجایدینو او مبارزینوته دمبارک وی شخ صاب مبارک ملاهیبت آخوند په اول وار زان راخکاره کړل #موقعیت_هلمندبهرامچه
Tweet media one
3
1
5
2
3
6
@SmtWfa
مُصٌــــطـفی پسرلی
1 year
@TariqBadr0 ډیردرده ؤنکۍ
0
0
1
@RashidAfghan313
Rashid Khostai
1 year
@TariqBadr0 @Metmaeen مونږ له داسې یو تور پړاؤ تیر شوي یو الحمدلله!
0
0
2
@NatkiPakhlanzai
Afghan Food Norway
1 year
@TariqBadr0 د کیسې پیل دې ډیر خوند راکړ درسره منم یې ډیرې داسې کیسې په دې وطن کې تیرې شوي خو که ددې بدبختې ادۍ اولادونه او لمسیانو ته دې د مکتب او تعلیم ور نه وایې بند او له منځه دې نه وړلاې نو دشمن به دې هم دومره زړه نه وو کړې چې ماشومان او میرمنې وځوروي.
0
0
1
@alijavedsarwar
javed
1 year
@TariqBadr0 دغه ناتو دلته ولې زاغله؟ څوک وو چې پع افغانستان کې یې د دوی دښمنان ساتل؟
0
0
0